د ناستې لپاره کابل ته سفر: د پاکستان لومړي وزير مرستیال محمد اسحاق ډار رسېدلی

د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار کابل ته را ورسېد.
په کابل کې د پاکستان سفارت رسنيو ته ويلي، چې اسحاق ډار د يوه پلاوي په مشرۍ په کابل کې د چين ـ افغانستان ـ پاکستان په درې اړخيزې ناسته کې د ګډون په موخه راغلی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4733a