د وټساپ ستره تخنیکي نیمګړتیا د ۳.۵ میلیارده کاروونکو شمېرو ښکاره کېدل

د وینا پوهنتون څېړونکو اعلان کړی چې د وټساپ د تماس موندنې په سیسټم کې یوه ستره تخنیکي نیمګړتیا کشف شوې چې د نړۍ د شاوخوا ۳.۵ میلیارده کاروونکو د تلیفون شمېرو د ښکاره کېدو لامل شوې ده. څېړونکو دغه نیمګړتیا د هغو سیستماتيکو اندېکسونو په واسطه په ډاګه کړې چې وټساپ د اړیکو د موندلو لپاره ترې کار اخلي.
د راپورونو له مخې، څېړونکو یوازې د یوه ساعت په اوږدو کې له ۱۰۰ میلیونو څخه ډېرې شمېرې وڅېړلې او دا یې ثابته کړه چې د وټساپ د معلوماتو ساتنې میکانیزم د هر وخت په پرتله د محرمیت جدي ننګونې سره مخ دی. د دوی په وینا، دا نیمګړتیا د داسې احتمالي امنیتي ګواښونو دروازه خلاصوي چې د کاروونکو شخصي معلومات ممکن د ناغوښتلو کسانو تر لاسه ورسي.
پوهان ټینګار کوي چې د محرمیت د خونديتوب په برخه کې دا پېښه یو جدي خبرداری دی او ډیجیټلي شرکتونه باید د خپلو کاروونکو د معلوماتو د ساتنې لپاره لا ډېر اغېزمن او پرمختللي تخنیکي اقدامات ترسره کړي. تر اوسه پورې د وټساپ له لوري د دغې کشف شوې ستونزې په اړه رسمي او بشپړ دریځ نه دی خپور شوی.

