د ټولګټو وزیر د کابل ـ جلالاباد لویه لار د غر ښویېدو سیمې ته ورغلی

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د دغه وزارت وزیر محمد عیسی ثاني د کابل–جلالآباد لویې لارې د تنګي غارو سیمې ته سفر کړی دی.
د نوموړي په وینا، وزیر اړوندو ټیمونو ته د پاککارۍ او ترمیم چارو د ژر پیلولو سپارښتنه کړې ده.
له خلکو غوښتنه شوې چې تر رسمي اعلان پورې د لارې د خلاصون لپاره له بدیلو مسیرونو ګټه واخلي.

