د پاکستان نوی ګام: د افغان کډوالو جبري ایستل

پاکستان د یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو بهیر له سپټمبره پیلوي

پاکستان اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نیټې څخه به هغه افغان کډوال وباسي چې د موقتي استوګنې کارتونه یې نور قانوني اعتبار نه لري. دا پرېکړه د دې اونۍ په پیل کې د هغو بهرنیانو د ایستلو ستراتیژي (IFRP) یوه برخه ده چې قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان حکومت دا ګام د امنیتي اندیښنو او پر ملي سرچینو د فشار له امله پورته کړی، او دا چاره د غیرقانوني مهاجرت پر وړاندې د مبارزې د ملي ستراتیژۍ په چوکاټ کې ترسره کیږي. د راډیو پاکستان د راپور له مخې، نژدې یو میلیون افغان کډوال له دې پرېکړې اغېزمنېدای شي.

بل‌خوا، د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له چارواکو سره لیدلي او د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي.

یادونه باید وشي چې دا مهال په پاکستان کې څه باندې ۱،۴ میلیونه افغان کډوال د پي‌او‌ار کارتونو له مخې استوګنه لري، چې د یادو کارتونو قانوني موده د ۲۰۲۵ کال د جون میاشت کې پای ته رسېدلې ده.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a350s
دکمه بازگشت به بالا