د پوهنې وزیر په بلخ کې مې د مزار لیسو او مدرسو وضعیت وڅېړه

د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله آغا بلخ ته په سفر کې د مزارشریف ښار اړوند د ابوذَر غفاري، فیض عام، باختر او افغان‌ترک لېسو او همدارنګه د امام بخاري رحمه الله او فاروقیه منبع‌العلوم امام ابوحنیفه رحمه‌الله مدرسو څخه لیدنه کړې او د یادو ښوونیزو مرکزونو وضعیت یې ارزولی دی.

نوموړي د یادو ښوونیزو مرکزونو له مسوولینو او استادانو غوښتي، چې د الهي احکامو، د نبي کریم ﷺ سنتو او د اسلامي امارت د مشرتابه د اوامرو په تطبیق کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي او د تعلیم او تربیې د ودې لپاره قدمونه چټک کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6965a
دکمه بازگشت به بالا