د کابل آریا ښارګوټي ۱۸.۲ جریبه ځمکه امارتي وپېژندل شوه

د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي چې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د آریا ښارګوټي د لومړي او دویم فاز څه باندې ۱۸جریبه ځمکه له حقوقي او تخنیکي ارزونو وروسته، امارتي ثابته شوې ده.

د مرکزي زون د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې د ځانګړې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، دا ځمکې په هغو ۱۶۶جریبه ځمکو کې شاملې دي چې د اسنادو، املاکي دفترونو او اړوندو ادارو د معلوماتو له دقیقې ارزونې وروسته یې ملکیت امارتي ثابت شوی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویاند، برکت‌الله رسولي په دې اړه وايي: « دا ځانګړې محکمې د ملکیتونو اسناد، مدارک او د املاکو دفترونه په دقت سره وڅېړل او د اړوندو ادارو له معلوماتو وروسته یې پرېکړه وکړه چې د دغه ښارګوټي ۱۸.۲ جریبه ځمکه، چې د لومړي او دویم فاز برخه ده، دولتي ملکیت دی.»

خو تر اوسه د آریا ښارګوټي د لومړي او دویم فاز مسوولانو په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

د عدلیې وزارت زیاتوي چې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د هېواد په څلورو زونونو کې د څلورو ځانګړو محکمو او په هر ولایت کې د تخنیکي پلاویو په ټاکلو سره، د غصب شویو ځمکو د تثبیت هڅې کوي.

بل پلو، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دې اقدام هرکلی کوي او د ځمکې د غاصبانو پر وړاندې یې یو اغېزناک ګام ګڼي.

د کابل اوسېدونکی، احمد فرید هم وايي: « هغه ځمکې چې دولتي وپېژندل شي، زما په نظر ښه به دا وي چې د پارکونو او ښوونځیو د جوړولو په څېر برخو کې ترې استفاده وشي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی، امین‌الحق نوري هم وايي:«اسلامي امارت ډېر ښه کار کړی دی چې هغه غصب شوې ځمکې یې بېرته راګرځولي، چې پخوا د زورواکو په واک کې وې.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویلي وو چې د ځمکې د غصب د مخنیوي او دغصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون له جوړېدو راهیسې نږدې ۴میلیونه جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6756a
دکمه بازگشت به بالا