د کانبرا افغان سفارت د تړل کېدو پرېکړه غبرګونونه راپارولي

د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري خپره شوې مقاله کې ویل شوي چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت تړل به یوه ناسمه پرېکړه وي او کولای شي په اسټرالیا کې مېشت افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
مقاله ټینګار کوي چې سفارت یوازې قونسلي خدمتونه نه وړاندې کوي، بلکې د افغانانو لپاره د هویت، کلتوري استازیتوب او رسمي اړیکو یو مهم مرکز هم ګڼل کېږي. د لیکنې له مخې، د سفارت شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د دوام، د افغان وګړو د اسنادو د تنظیم او د ټولنیزو چارو د اسانتیا لپاره مهم رول لري.
د مقالې لیکواله سوسن هاچېنسن ویلي، د سفارت تړل به د هغو زرګونو افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي چې په اسټرالیا کې مېشت دي او له قونسلي خدمتونو څخه ګټه اخلي. هغې زیاته کړې چې د سفارت فعالیت دوام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل او همکارۍ فضا پیاوړې وساتي او د افغان ټولنې اړتیاوو ته مناسب ځواب ورکړي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه سفارت د روان میلادي کال د جون په ۳۰مه وتړل شي. شنونکي باور لري چې د سفارت دوام نه یوازې د افغان وګړو لپاره مهم دی، بلکې د سیمهییز تعامل، اقتصادي اړیکو او سیاسي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره هم مثبت اغېز لرلای شي.

