د کډوالو راستنېدنه له سپین بولدک، اسلامکلا او ورېښمو ۱۴۵۶ کورنۍ هېواد ته راستانې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی، چې تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک، هرات د اسلامکلا او نیمروز د ورېښمو له لارې ۱۴۵۶ کورنۍ، چې ۷۹۹۸ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې او اړين خدمتونه ورته وړاندې شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د ياد شمېر کورنيو له ډلې، ۸۵۳ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، نږدې ۷.۴ میلیونه افغانۍ د ترانسپورټي کرایې په ډول ورکړل شوې او له ۱۰۴۱ کورنیو سره شاوخوا ۸.۶ میلیونه افغانۍ نغدې مرستې شوې دي.
همدارنګه، راستانه شويو ته ۱۷۴۳۰ خوراکه ډوډۍ، اوبه او ۹۴۹ سیمکارتونه وېشل شوي، او ۷۳۱ تنو ته روغتیایي خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6889a

