راستنېدنه دوام لري له پاکستان او ایران څخه زرګونه افغان کورنۍ بېرته راستانه شوې

له پاکستان او ایران څخه د افغانانو د را ایستلو په دوام، یوازې پرون له بېلابېلو لارو څه باندې یو زر او ۸۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون ویلي چې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۸، د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۷، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۱۰۲، د ننګرهار د تورخم له لارې ۴۹۴ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۴۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د یاد کمېسیون په راپور کې ویل شوي چې د دې تازه راستنوشویو کورنیو د ثبت ترڅنګ ۳ زره ۲۲۵ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، او همداراز ۲ زره ۱۳۰ راستنو شویو ته سیمکارتونه وېشل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له تازه راستنو شویو سره نورې بېلابېلې مرستې هم شوې دي.
د خامه پریس د مخکني راپور له مخې چې په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې د هغو ۱۶ افغان ډاکترانو د نیولو راپور هم ورکړل شوی چې هلته په زدهکړو بوخت وو.
د راپورونو له مخې چې د دغو افغان ډاکترانو د وېزې موده ختمه شوې وه خو د حکومت له لوري ورته د بیا تمدید موقع هم نه ده ورکړل شوې.
د ویلو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي چې د راپورونو له مخې یوازې په تېرو شاوخوا څلورو میاشتو کې ایران نږدې یو نیم میلیون کډوال را ایستلي دي.

