راپورونه: امریکایي چارواکي له اسلامي امارت سره پر بګرام هوایي اډې خبرې کوي

امریکایي چارواکي له اسلامي امارت سره د ترهګرۍ ضد ګډو عملیاتو لپاره د بګرام هوایي اډې د ګټنې په موخه افغانستان کې پر محدود پوځي حضور خبرې کوي.

وال سټریټ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بګرام د بیا ترلاسه کولو لپاره د ډانلډ ټرمپ ناڅاپي اعلان، له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کولو لپاره د نوموړي د ډیپلوماسۍ یوه برخه ده.

راپور کې راغلي چې دغه خبرې، د بندیانو په چارو کې د ټرمپ د ځانګړي استازي ادم بوایلر په مشرۍ روانې دي او ښایي بندیانو تبادله، احتمالي اقتصادي او امنیتي هوکړې هم پکې شاملې وي.

په همدې حال کې، افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، کابل او واشنګټن به د خپلو اړیکو له پیاوړتیا ګټه واخلي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې، چې افغانان هم د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ګواښونو په ګډون د خپلو ځانګړو دلایلو لمخې غواړي له امریکا سره ښې اړیکې ولري.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا مهال د افغانستان او امریکا په اړیکو کې تر ټولو ستر خنډ د بندیانو مسله ده او په خبره یې، دا خنډ باید “ژر تر ژره” لیرې کړای شي.

خو د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي د بګرام هوايي اډې د بېرته تر لاسه کولو په اړه د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، افغانانو په تاریخ کې د کوم هېواد پوځي حضور نه دی منلی او دا امکان د دوحې په هوکړه کې هم رد شوی دی.

ذاکر جلالي زیاته کړې، چې افغانستان او امریکا باید یو له بله سره تعامل ولري او کولی شي د پوځي حضور پرته، د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5792a
دکمه بازگشت به بالا