روسیه د سولې له خبرو وروسته پر کیف هوايي بریدونه وکړل

د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، چې روسیې د دوشنبې په ورځ سهار وختي پر کیف ښار هوايي بریدونه پیل کړي. دغه برید څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي، چې د امریکا په مشرۍ د سولې خبرې په میامي کې پای ته رسېدلې دي.

تر اوسه د یاد برید له کبله د اوښتي زیان په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي. د میامي غونډه د امریکایي چارواکو، د اوکراین او اروپایي پلاویو او د روسي استازو ترمنځ جوړه شوې وه، چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سوله‌ییزې هوکړې لپاره زمینه برابره شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2255e
دکمه بازگشت به بالا