روسیه: د کامچاتکا په نیمه ټاپو کې د ۶.۳ درجې زلزله شوې، ځاني زیان نه دی ثبت شوی

د روسیې د «کامچاتکا» د نیمه ټاپو ختیځ ساحل نن سهار د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې لړزولی دی.

روسي زلزله‌پوهانو ويلي، دغه ځمکل‌ړزه د ارام سمندر په نږدې سیمو کې رامنځته شوې ده.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د زلزلې ټکانونه د استوګنې په سیمو او نږدې کلیو کې احساس شوي؛ خو تر اوسه د احتمالي ځاني او مالي زيانونو په تړاو راپور نه دی خپاره شوي.

په همدې مهال، د کامچاتکا د اورغورځونکو د بیړني غبرګون ډلې دغه زلزله د رېښتر په کچه ۷.۷ درجې ښودلې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a784s
دکمه بازگشت به بالا