روسیې د ټرمپ اټومي کواښونو ته ځواب ویلی؛ آمریکایی استازی مسکو ته ځي

کرملېن د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې کم ارزښته بللې چې د روسیې پر لور یې د دوو اټومي اوبتلونو د لېږد امر کړی و. مسکو ویلي د داسې موضوعاتو په اړه په لفظي شخړو کې ځان نه ښکېلوي.

دا له تېرې جمعې وروسته د روسیې لومړنی رسمي غبرګون دی.

د کرملېن ویاند دیمتري پېسکوف دا خبره رد کړه چې ګواکې وضعیت لا کړکېچن شوی، هغه وویل، امریکايي اوبتلونه خو هر وخت د تیارسۍ په حالت کې وي.

ښاغلي پېسکوف زیاته کړه: “دا ډېر پېچلي او حساس موضوعات دي خو ډېری خلک ورته احساساتي غبرګون ښيي. ”

نوموړي په ټینګار سره ویل، د اټومي خبرو په اړه باید ټول لوري “اختیاط” وکړي.

دکمه بازگشت به بالا