زلنسکي: روسیه د سولې نقاب کې د نوي یرغل تیغ پټوي

زلنسکي: روسیه د سولې پر ځای د نوو بریدونو لپاره تیاری نیسي
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، ویلي چې روسیه د سولې په لټه کې نه ده، بلکې د اوکراین پر وړاندې د نوو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې درې ورځې وروسته ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین د جګړې په اړه په الاسکا کې سره وویني.
زلنسکي د ټولنیزې شبکې «ایکس» په یوه لیکنه کې ویلي: «موږ وینو چې د روسیې پوځ د جګړې د پای ته رسولو پر لور نه روان دی، بلکې پرعکس داسې خوځښتونه ترسره کوي چې د نوو بریدونو لپاره د چمتووالي نښه ده.» هغه ټینګار کړی چې په دې وضعیت کې باید نړیوال اتحاد د خطر او وېش سره مخ نه شي.
بلخوا د اروپايي ټولنې مشران، چې د جمعې ورځې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو له لیدنې اندېښمن دي او د کییف د څنډې ته تلو وېره لري، په ګډ بیان کې ویلي چې د اوکراین ولس باید دا حق ولري چې د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه وکړي.