سالنګونه: د لویې لارې بیا رغونه د برادر له څارنې لاندې پرمخ روانه ده

د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګونو لویې لارې د بیا رغونې له چارو څخه لیدنه وکړه.
د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له هڅو مننه وکړه او هغوی ته یې لارښوونه وکړه، چې د کیفیت په پام کې نیولو سره د دې مهمې لویې لارې پاتې چارې د راتلونکي ژمي تر را رسېدو مخکې بشپړې کړي.
ورته مهال د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو مسولینو ډاډ ورکړ چې اوس مهال د سالنګونو لویې لارې د بیا رغونې چارې د ټولو معیارونو مطابق روانې دي او تر ژمي مخکې به بشپړې شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A637S

