ستانکزي: د پاکستان تېرو پنځوسو کلونو تګلارې سیمه بېثباته کړې
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي ویلي، د پاکستان د واکمنانو د تېرو پنځوسو کلونو ناسنجول شوې تګلارې سیمه د افراطیت او بېباورۍ خټين ډنډ کې ډوبه کړې او اوس یې پایلې خپله پاکستان ته هم رسېدلې دي.
ستانکزي په ایکس د افغانستان پر هوايي حریم د پاکستان وروستی تېری او د ملکي وګړو مرګژوبله په کلکو ټکو غندلې او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات یوازې نفرت او کړکېچ ژوروي.
نوموړي زیاته کړې چې د سیمې د اوسني بحران د پای ته رسولو یوازینۍ لاره د «استراتیژیک عمق» له ناکامې نظریې لاس اخیستل دي، ځکه د هغه په وینا، همدې تګلارې سیمه له اوږدې مودې راهیسې د بېثباتۍ پر لور سوق کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/s262h

