ستاکهلم: د جومات مخې ته ډزې، دوه ټپیان – اروپايي هېوادونو کې امنیتي وېرې لوړې شوې

نړیوالو رسنیو د سویډن په پلازمېنه «ستاکهلم» د ډزو له امله د دوو کسانو د ټپي‌کېدو خبر ورکړی دی.

په راپورونو کې د پولیسو په حواله ویل شوي چې یو بریدګر د جومات مخې ته پر خلکو ډزې کړې، خو د پېښې په اړه یې نور څه نه دي ویلي.

له څه مودې راهیسې په اروپایي هېوادونو کې د ورته پېښو راپورونه زیات شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4547a
دکمه بازگشت به بالا