سره صلیب په هېواد کې ۲۵ د اوبو رسولو پروژې خلکو ته سپارل شوې

سره صلیب نړیوالې کمېټې د دولتي شرکتونو لوی ریاست له ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت سره په ګډه په هېواد کې ۲۵ بېلابېلې اوبو رسولو پروژې بشپړې کړې او د خلکو ګټې اخیستنې ته سپارلې.
خبرپاڼه وايي، دا پروژې په روان ۲۰۲۵ کال کې پلې شوې او هدف یې په ښارونو کې د څښاک اوبو تولید، وېش، مدیریت او د شبکو پایښت پیاوړی کول دي. سرچینې زیاتوي، د پروژو په عملي کېدو سره په ګڼو سیمو کې د پاکو اوبو رسونه باثباته شوې او لسګونه زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.
یادې پروژې په کندهار، هرات، جلالآباد، بدخشان، کندز، پروان، خوست او مزار شریف کې تطبیق شوې. په کارونو کې فټینګ او مېټرونو برابرول، د اوبو تولیدي سرچینو سولري کول، شبکو پراختیا او د شبکو د ساتنې او ترمیم لپاره د کارکوونکو مسلکي روزنه شامله وه.
مسوولین وايي، د دغو پروژو بشپړېدل به په لویو ښارونو کې د پاکو اوبو کمښت په څرګند ډول راکم کړي، د ښاري خدمتونو کیفیت به لوړ شي او خلکو ته به د ژوند اسانتیاوې رامنځته شي.

