سرچینه د افغان–پاکستان خبرو کې پر ډېریو مواردو هوکړه شوې، نن به وروستۍ شوې

يوي معتبرې سرچینې ویلي چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانو خبرو کې پر ډېریو مواردو هوکړه شوې او پر څو محدودو مواردو به نن د خبرو تر پایه هوکړه وشي.
ښايي ننني مذاکرات هم د نن شپې تر ناوخته دوام پیدا کړي.
سرچينو زیاته کړې چې په پام کې ده، د مذاکراتو تر پایه د اوربند د غځېدو، د لارو د خلاصون، د ښه نیت له مخې د بندیانو د ازادېدو او د راتلونکې ناستې د نېټې او ځای او ځينې نورو موضوعاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1238s

