سمنګان د زلزلې له امله ۱۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۶۰ ټپیان دي

د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان امرخېل ويلي، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله په سمنګان کې تر اوسه له لسو ډېر کسان شهيدان شوي او شاوخوا ۲۶۰ تنه نور ټپيان دي.

د ښاغلي امرخېل په وينا، د عامې روغتيا وزارت طبي ټيمونه د پېښې سيمې ته رسېدلي او نږدې ټولو روغتونونو ته د بشپړې چمتووالي امر شوی دی.

دا په داسې مهال ده، چې بېګا شپه ناوخته د رېښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د شمال څو ولايتونه لړزولي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6939a
دکمه بازگشت به بالا