سپاه پاسداران وایي د ایران د وسله‌والو ځواکونو په تاریخ کې تر ټولو سخت عملیات پیلېږي

د راپورونو له مخې، یاد ځواک ویلي چې دغه عملیات به د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې پر امریکايي پوځي اډو ترسره شي.

تر اوسه د عملیاتو د دقیق وخت، څرنګوالي او احتمالي اهدافو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. همداراز، امریکايي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سیمه له زیاتېدونکي پوځي کړکېچ سره مخ ده او د وروستیو تحولاتو له امله د نښتو د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي

دکمه بازگشت به بالا