شمالي کوریا د اېپېک له ناستې وړاندې توغندي وتوغول، جاپان یې غبرګون وښود

شمالي کوریا د آسیا ـ اوقیانوسیه د سیمه‌ییزو مشرانو د ناستې (اېپېک) له ترسره‌ کېدو نږدې یوه اونۍ مخکې، څو لنډ واټن بالستیک توغندي وتوغول.

د جنوبي کوریا د پوځ د اعلامیې لمخې، دا توغندي د شمالي کوریا د پلازمېنې پیونګ‌یانګ له شاوخوا سیمو د شمال ختیځ لور ته توغول شوي دي.

په همدې حال کې، د جاپان د کابینې یو لوړپوړي چارواکي د شمالي کوریا له‌خوا د توغندیو توغول د خپل هېواد، سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره جدي ګواښ بللی او ویلي یې دي چې جاپان به له امریکا سره په ګډه د دغو توغندیو د څېړنې او ځواب په برخه کې نږدې همکاري وکړي.

مینورو کیهارا وویل: «شمالي کوریا په دوامداره توګه خپله اراده د اټومي او توغندیزو وړتیاو د پیاوړتیا لپاره څرګنده کړې ده. د بالستیک توغندیو پرله‌پسې توغول او اړوند فعالیتونه د جاپان، سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تمه کېږي د اېپیک غونډه د روان زیږیز کال د اکټوبر له ۲۷مې د نومبر لومړۍ نېټې پورې د جنوبي کوریا په گیونګجو ښار کې ترسره شي، او د دې ناستې په ترڅ کې به د جنوبي کوریا ولسمشر د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره وګوري.

همدارنګه اټکل کېږي چې ټرمپ به د غونډې په څنډه کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره هم لیدنه او خبرې ولري.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د شمالي کوریا دا توغندیز ازموینه کولی شي د سیمې پر مذاکراتو اغېز وکړي او د ختیځې آسیا د کړکېچونو د زیاتېدو نښه وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1118s
دکمه بازگشت به بالا