شمالي کوریا له روسیې سره به پوځي او ستراتیژیکې اړیکې لا پیاوړې کړو

د شمالي کوریا او روسیې لوړپوړو پوځي چارواکو د روانې اوونۍ په وروستیو کې د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګ‌یانګ کې د تازه خبرو پر مهال د خپلو پوځي او ستراتیژیکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه مفصل بحث کړی دی.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو استازو ټینګار کړی، چې د نړیوالو فشارونو او بندیزونو له شتون سره سره، پیونګ‌یانګ او مسکو به خپلې اړیکې نوره هم پیاوړې کړي او د ګډو امنیتي او دفاعي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به نږدې همکاري کوي.

راپورونه ښيي، چې د دغو خبرو موخه د پوځي تجربو، ټکنالوژۍ او وسلو د همکارۍ پراخول دي، څو دواړه هېوادونه د لوېدیځ د سیاسي او نظامي فشارونو پر وړاندې یو ګډ دریځ ولري.

تر دې وړاندې هم ځینو نړیوالو سرچینو راپور ورکړی و، چې شمالي کوریا د روسیې ملاتړ ته دوام ورکوي او د کییف او مسکو ترمنځ جګړه کې یې په ښکاره ډول د روسیې دریځ ته تمایل ښودلی دی.

د نړېوالو شنونکو په باور، د شمالي کوریا او روسیې دا نږدې اړیکې د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه چې دا همکاري کولی شي د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې پېچلی کړي.

په همدې حال کې، د امریکا او اروپايي ټولنې چارواکو له مسکو او پیونګ‌یانګ دواړو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د جګړې لمن نوره هم پراخوي.

دکمه بازگشت به بالا