عبدالسلام حنفي وایي په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سراسري امنیت ټینګ شوی، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او استخباراتي ځواکونه منظم شوي، او د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق یې په بشپړه توګه کنټرول کړی.
ښاغلي حنفي د سلواغې ۲۶مې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې زیاته کړې، چې په تېرو څلورو کلونو کې پنځه میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي، او اسلامي امارت ورته نغدي مرستې، روغتیايي خدمتونه او د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ټینګار کړی، چې د افغانانو یووالی او اتحاد د اسلامي نظام د دوام تضمین کوي، او که ملت متحد پاتې شي، اسلامي نظام به هېڅکله کمزوری نه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q472q
دکمه بازگشت به بالا