عزیزي افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د امام ابو حنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون په پرانېستغونډه کې وویل، اوسمهال افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، هغه اقتصادي خوځښت چې اوس افغانستان کې منځته راغلی، هیڅکله به متوقف نه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر چابهار بندر ته په اشاره وویل، هغه هوکړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ شوې، دغه بندر په یوې مناسبې ترانزیټي لارې بدلېږي.
د نورالدین عزیزي په وینا، هغه ژمنتیا چې د ایران او افغانستان ترمنځ شتون لري، غواړو د چابهار او میلک ترانزیټي لاره په یوه نړیواله لاره او د اوسپنیزې کرښې په دهلېز باندې بدله کړو.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q1022w

