عزیزي ګروپ او برېښنا شرکت د ۸۴۵ مېګاواټه پروژې پیلوي

ټاکل شوې په نږدې شېبو کې د عزیزي ګروپ او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د برېښنا تولید اړوند پنځو سترو پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه لاسلیک شي؛ هغه پروژې چې ټولیز ظرفیت یې ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا ښودل شوی.
یاد تړونونه د لمریزې برېښنا تولید او همداراز د ډبرو سکرو له لارې برېښنا تولید برخې رانغاړي، چې تمه کېږي د هېواد د انرژۍ سکتور کې یو مهم ګام واوسي. د دې پروژو پلي کېدل به د برېښنا تولید کچه لوړه کړي او د برېښنا کمښت ستونزې کمولو برخه کې به اغېزمن رول ولوبوي.
کارپوهان باور لري، کورني پانګوالۍ پروژې د انرژۍ خودکفایۍ، صنعتي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم اهمیت لري. د ۸۴۵ مېګاواټه ظرفیت لرونکي دا پروژې کولای شي د برېښنا شبکې پیاوړتیا، د وارداتي برېښنا پر اړتیا کمښت او اقتصادي فعالیتونو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
د انرژۍ برخه کې دا ډول پانګونه داسې مهال کېږي چې هېواد لا هم د برېښنا لویه برخه له بهره واردوي او د تولید داخلي سرچینو پیاوړتیا د اوږدمهالې حللارې په توګه ګڼل کېږي. تمه ده، د یادو پروژو عملي کېدل به د برېښنا رسونې ثبات ښه کړي او د بېلابېلو برخو لپاره به د انرژۍ لاسرسی پراخ کړي.

