علي لاریجاني: د نوي رهبر د ټاکلو لپاره ژر لنډمهاله شورا جوړیږي

د ایران د ملي امنیت مشر، علي لاریجاني، ویلي چې د نوي رهبر د ټاکنې لپاره به ژر یوه لنډمهاله شورا جوړه شي.

لاریجاني له رسنیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې د اوس لپاره ټول لومړني امکانات شته، څو د جګړې په ورځو کې خلک له ستونزو سره مخ نشي.

هغه ټینګار کړی چې د لنډمهالې شورا په جوړولو سره به د ایران د رهبرۍ د لېږد پروسه شفافه او له هر ډول ګډوډۍ خوندي وساتل شي، او د هېواد د ملي امنیت او ثبات په ټینګښت کې به اساسي رول ولري.

لاریجاني همداراز د خلکو صبر او همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دولت هڅه کوي ټولې ضروري چارې په منظمه توګه پرمخ بوځي

دکمه بازگشت به بالا