عنایت‌الله خوارزمي وايي دفاعي ځواکونه په خلکو کې ځانګړی ځای لري

د ملي دفاع وزارت ویاند مولوي عنایت‌الله خوارزمي ویلي، چې ولسونه د تېر په پرتله له دفاعي ځواکونو سره زیاته مینه لري، ځکه د هغوی مسلکي چلند او غوره خدمت په خلکو کې ځانګړی ځای پیدا کړی دی.
د یاد وزارت د ۱۷مې دورې فراغت غونډې په مراسمو کې ښاغلي خوارزمي څرګنده کړې، چې یاد ځواکونه د طبیعي پېښو لکه زلزلو، سیلابونو او نورو سختو حالاتو پر مهال د هر چا لومړی د ولس خدمت ته ځان رسولی دی او په هر حالت کې د خلکو امنیت او خونديتوب ته لومړیتوب ورکوي.
هغه ټینګار کړی، چې د ګاونډیو هېوادونو وروستۍ ټولې ادعاوې بې‌ځایه دي، په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نلري او هېڅ څوک نه شي کولی افغان خاوره د ورانکارو اهدافو لپاره وکاروي.
مولوي خوارزمي فارغ شویو ځواکونو ته سپارښتنه کړې، چې له نن څخه د خدمت کمربند وتړي، خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په خپلو دندو کې د هېواد، ولس او خاورې د ساتنې لپاره خپله پوهه او ځواک په اغېزمن ډول وکاروي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q111Q
دکمه بازگشت به بالا