عینالحلوه د اسرائيلو برید ۱۳ کډوال شهیدان کړل، ګڼ ټپیان

په سویلي لبنان کې د فلس.طیني کډوالو پر «عینالحلوه» کمپ د اسرائيلو هوايي برید د ۱۳ تنو د شهادت او د ګڼ شمېر نورو د ټپي کېدو لامل شوی دی.
اسوشيټېډ پرېس راپور ورکړی، چې برید د صیدون سمندري ښار په څنډه کې د کمپ اړوند د یوې جومات په تمځای کې د ډرون الوتکې په وسيله شوی دی.
د برید ځای هغه پارکینګ ښودل شوی، چې ګڼ کډوال یې د تګ راتګ او عبادت ته د تلو پر مهال کاروي.
د راپورونو له مخې، د برید له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې شمېر د زیاتېدو اندېښنه هم شته.
د اسرائيلي رژيم پوځ بیا ادعا کوي چې دوی د حم.اس یو روزنیز مرکز په نښه کړی چې د دوی په وینا د اسرائيل پر ضد د بریدونو د پلان جوړولو لپاره کارول کېده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q3015w

