غزني کې د قاري عبدالمالک لېسې د تړلو راپورونه رد شول

د غزني پوهنې ریاست د اندړو ولسوالۍ د قاري عبدالمالک لېسې په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او هغه یې له حقیقته لرې بللي دي.
د یاد ریاست په وینا، لېسه په منظم ډول فعاله ده، زدهکوونکي خپلې زدهکړې په عادي ډول پر مخ وړي او د تدریسي بهیر پر وړاندې هېڅ ستونزه نه شته.
مسوولین وایي، یاد ښوونځی ۱۲ تشکیلي بستونه لري او سلګونه زدهکوونکي پکې پر زدهکړو بوخت دي، چې دا د فعال حضور څرګند ثبوت دی.
پوهنې ریاست ټینګار کړی، د ښوونځیو بستونه مدارسو ته نه انتقالېږي، بلکې په ځینو مواردو کې د دیني علومو بستونه له مدارسو څخه ښوونځیو ته لېږدول شوي دي.

