غزه: اسرائيلي رژيم د حماس د فشار لاندې د جنوبي سیمو د انتقال پلان اعلان کړ

د صهيونيست رژيم چارواکو خبر ورکړی چې فلسطينيان د غزې له تړانګې جنوبي برخو ته لېږدوي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د اسرائيل پوځ د حماس جهادي غورځنګ پر ضد د عملیاتو د پراخېدو خبرداری ورکړی و.
که څه هم د دغې نوې طرحې ډېر جزییات نه دي روښانه شوي، خو د ياد رژيم د دفاع وزیر یسرائيل کټز څرګنده کړې: “موږ اوس په غزه کې د حماس د ناکامۍ په تړاو د یوې طرحې د نهایي کېدو پر سر خبرې کوو.”
حماس جهادي غورځنګ د خپل «حقه حقوقو» پر سر له نږدې دوو کلونو راهیسې په غزه کې له اسرائيلي اشغالګرو سره مبارزه کوي او وخت ناوخت پر دې رژيم بریدونه هم ترسره کوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4568a
دکمه بازگشت به بالا