غزه د لوږې او بریدونو په کړکیچ کې؛ ۳ ماشومانو په ګډون سلګونه فلسطینیان وژل شوي

الجزیرې خبري شبکې د غزې د روغتیا وزارت له قوله خبر ورکړی، چې غزه کې د تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د ۳ ماشومانو په ګډون ۸ فلسطینیانو د لوږې او خوارځواکۍ لهامله ژوند بایللی.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، له دې سره غزه کې د لوږې لهامله د شهیدانو شمېر ۲۳۵ تنو ته ورسېد، چې ۱۰۶ یې ماشومان دي.
یاد وزارت دغهراز ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله هم ۱۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۳۷ نور ټپیان دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a479s