فراه د خېښۍ پر سر شخړه کې ۴ تنه وژل شوي، ۲ نیول شوي

د فراه ولایت مرکز اړوند سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ د خېښۍ (دوستۍ) پر سر شخړه رامنځته شوې، چې له امله پکې څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ياد ولايت امنيه قوماندانۍ وايي، امنیتي ځواکونو د پېښې ځای ته په بېړه رسېدنه کړې او په تړاو يې دوه تنه نيولي دي.
امنیتي مسوولينو زياته کړې، په دې شخړه کې درې تنه د يوې کورنۍ او يو تن د بلې کورنۍ غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیتي مسوولین وايي، د پېښې د اصلي لاملونو او د بشپړې روښانتیا لپاره پلټنې روانې دي، او د قانوني څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نور معلومات له رسنیو سره شریک شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2319e
دکمه بازگشت به بالا