فطرت: تر ۱۶۶ زره ډېر راستنېدونکي ثبت او د کارموندنې بهیر ته ورپېژندل شوي دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې راستنېدونکو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې تر دې مهاله په راستنېدونکو کې څه باندې ۱۶۶ زره ماهر او غیرماهر کسان ثبت کړي او نوملړ یې د کارموندنې لپاره له اړوندو ادارو سره شریک کړی دی، څو یاد کسان د مهارتونو له مخې مناسبو دندو ته ورپېژندل شي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د یادې طرحې له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې ۶ زره او ۱۴۱ راستنېدونکو ته مسلکي او تخنیکي زده‌کړې برابرې شوې دي، چې موخه یې د هغوی د کاري وړتیاوو لوړول او د دوامدارو عایداتي فرصتونو رامنځته کول دي. هغه زیاته کړې چې سربېره پر دې، د ۲ زره نورو کسانو نوملړ هم د مستقیم استخدام لپاره له دولتي ادارو سره شریک شوی، څو د اړتیا وړ برخو کې ګمارل شي.
فطرت ټینګار کړی چې اسلامي امارت هڅه کوي راستنېدونکو ته د کار، مهارت زده‌کړې او ټولنیز ادغام مناسب شرایط برابر کړي، ترڅو هغوی وکولای شي له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي او د هېواد په بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي.
دا اقدام داسې مهال عملي کېږي چې هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر روان دی او اړوند بنسټونه هڅه کوي راستنېدونکو ته د کار، زده‌کړې او ژوند اسانتیاوې زیاتې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q808q
دکمه بازگشت به بالا