فغانستان کې د انرژۍ بیې ولې د پاکستان پرتله نږدې نیمايي ټیټې دي؟

د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي رییس شفیع اعظم ویلي، افغانستان کې د نفتو او ګازو بیې د پاکستان په پرتله شاوخوا ۴۶.۵۴ سلنه ټیټې دي.
نوموړي د دواړو هېوادونو د بازارونو له پرتله وروسته څرګنده کړې چې د بازار تنوع، ټیټې مالیې او د بیو د تثبیت میکانېزمونه هغه عوامل دي چې بیې یې ټیټې ساتلې دي.
د معلوماتو له مخې، افغانستان کې یو لېټر پټرول ۰.۹۷ ډالر، ډېزل ۱.۰۵ ډالر او یو کېلو ګاز ۰.۷۶ ډالر پلورل کېږي، حال دا چې پاکستان کې دا بیې په ترتیب سره ۱.۶۴، ۱.۸۶ او ۱.۷۰ ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې له وروستیو سیاسي تحولاتو سره سره، هېواد کې د نفتو او ګازو بیې تر اوسه ثابتې پاتې شوې دي.

