قالیباف وایي هغه اروپايي پوځونه هم تروریستي دي چې سپاه پاسداران تروریستي بولي

د ایران پارلمان مشر، محمدباقر قالیباف، نن په پارلمان کې څرګنده کړه، چې هغه هېوادونه چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک تروریستي سازمان بولي، خپل پوځونه یې هم د تروریستي ډلو په توګه طبقه‌بندي شوي ګڼل کېږي.
ښاغلي قالیباف زیاته کړه: «اروپایي هېوادونو د سپاه پاسداران په هدف ګرځولو سره په خپل پښې تبر ووهلو او یو ځل بیا یې په ړندو سترګو د امریکا امرونه ومنل.»
هغه ټینګار وکړ، چې د ایران د قوانینو له مخې هر اقدام چې سپاه پاسداران تروریستي وګڼي، د هغه هېواد پوځ هم په همدې تعریف کې راځي.
اروپایي ټولنې د پنجشنبې په ورځ په یوه سمبولیک اقدام کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړ. د اروپایي ټولنې غړي دغه ګام وروسته له هغې پورته کړ چې سپاه پاسداران د ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب راوروسته په ایران کې مهم امنیتي او دفاعي ماموریتونه ترسره کړي او د هېواد د ملي امنیت لپاره فعال پاتې شوی دی.
ښاغلي قالیباف د اروپایانو اقدام په نیوکې سره وبللو او ویې ویل، چې سپاه پاسداران د ایران ملي امنیت، دفاعي ثبات او سیمه‌ییزو ارزښتونو ساتنه کوي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې به خپل موقف کلک وساتي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f301f

 

دکمه بازگشت به بالا