قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات ۳۶.۸ سلنه زیات شوي
د قزاقستان د کرنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د غنمو صادراتو کچه د روان ۲۰۲۵ میلادي کال د سپټمبر له میاشتې تر ډسمبر ۱۹مې پورې، د افغانستان په ګډون نړیوالو بازارونو ته د پام وړ لوړه شوې ده.
د قزاقستان د «ترِند» خبري اژانس د دې هېواد د کرنې وزارت له قوله راپور ورکړی، چې په یاد موده کې له استانه څخه کابل ته د غنمو صادرات له ۱۹۰ زره ټنو څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د رسمي شمېرو له مخې، دا بدلون افغانستان ته د قزاقستان د غنمو په صادراتو کې د ۳۶.۸ سلنه زیاتوالي ښکارندویي کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پایله بلل کېږي.
دغه پرمختګ داسې مهال رامنځته شوی، چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د قزاقستان یوه ګډه او لوړهرتبه پلاوي کابل ته سفر وکړ او د دغه سفر پر مهال یې په کابل کې د استانې د سوداګرۍ خونه هم پرانيسته، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې لا پراخې شي.
افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو زیاتوالی په داسې حال کې کېږي، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درېدلې او کابل د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دی.

