قطر کابل ته: د زلزلې قربانیانو ته طبي او خوراکي مرستې واستول شوې

نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند پرون (د وږي ۱۲مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.
په یوه بیان کې چې د قطر د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویل شوي دي چې د دې هېواد له خوا د دوو خوځنده روغتونونو، دارو درملو، خیمو او خوړو مرستې په څلور پوځي الوتکو کې کابل ته ورسېدلې او په پام کې ده چې شاوخوا یوولس زره زلزله ځپلو ته ووېشل شي.
د قطر د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په دوحه کې د حکومت سفیر محمدنعیم او نور طالب چارواکي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دریو ښځو په ګډون د قطري پلاوي هرکلی کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې ورځې په زلزله کې چې تر ډېره یې کونړ ولایت زیانمن کړ د حکومت د چارواکو په وینا له ۱۴۵۰ ډېر کسان وژل شوي، ۳۴۰۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۶۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.