قلات کې برید د قبایلي مشر په ګډون څلور تنه وژل شوي، د پاکستان امنیتي بحران ژور شوی

د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په خالق‌اباد تحصیل کې نامعلومو وسله‌والو د یو قبایلي مشر پر موټر برید کړی، چې له امله یې د یاد مشر شاکر سعدالله لانګو په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.

د يادې سيمې پولیسو په وينا، دا برید د شنبې په ورځ د لړم پر ۱۷مه نېټه شوی، چې پکې څو نور کسان هم ټپیان شوي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وایي، بریدګر له سیمې تېښتېدلي، خو د دوی د نیولو لپاره د پولیسو لټون پیل شوی دی.

دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د ناامنيو له امله وسله‌وال بريدونه ډېر شوي او له دې سره يې پوځ هم خپله مورال له لاسه ورکړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1328S
دکمه بازگشت به بالا