له اروپايي اجماع تر نړیوال هرکلي: فلسطین د خپلواک دولت په توګه وپېژندل شو

فرانسې، بلجیم، مالټا، اندورا، موناکو او لوګزامبورګ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له عمومي غونډې وړاندې د یوې ناستې پرمهال د امریکا په نیویارک ښار کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژانده.

د برېتانیا، اسټرالیا، کاناډا او پرتګال هېوادونو مشرانو چې له دې وړاندې یې فلسطین په رسمیت پېژندلی و، هم دې ناسته کې ویناوې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې رسمیت پېژندلو په نړېواله کچه هرکلی شوی او هیله څرګنده شوې، چې د غزې جګړې په پای ته رسېدو، فلسطیني وګړو حقوقو خوندیتوب او ځمکنۍ بشپړتیا کې اغېزمن ثابت شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5898a
دکمه بازگشت به بالا