له اهل تشیع علماوو سره د ارګ کتنه: د راستنېدونکو افغانانو د سرپنا، جوماتونو او ګډو اړیکو ستونزې څه حل لري؟

د ریاست‌الوزراء د دفتر عمومي رییس، ملا عبدالواسع له بېلابېلو ولایتونو څخه د اهل تشیع علماوو او متنفذینو له استازو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي.
د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کتنه نن (یکشنبې، زمري ۱۹مه) په ارګ شوې او راغلو استازو د راستنېدونکو افغانانو لپاره په هرات، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سرپناه ستونزې ته د رسېدنې، د جوماتونو بیارغاونې او جوړولو او د نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پیاوړتیا په موخه خپل مشخص وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې دي.
په دې کتنه کې ملا عبدالواسع ویلي چې ارګ د ټولو افغانانو شریک کور دی او د اسلامي امارت رهبري د ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته رسېدنه خپل مسوولیت بولي.

دکمه بازگشت به بالا