له اورښتونو تر سېلابونو: د NDMA د تازه خبرداري تر سیوري لاندې پاکستان

پاکستان د ناورین مدیریت ملي ادارې (NDMA) خبرداری ورکړی چې د سپټمبر تر لسمې دغه هېواد کې د زورورو اورښتونو او سېلابونو احتمال شته. دغه ادارې ویلي، اسلام اباد، راولپېنډۍ او لاهور کې به دغه موسمي بارانونونه اټکل کېږي چې ښايي زیان اړونکي وي.
په پلازمېنه اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته، د NDMA چارواکو وویل چې موسمي اورښتونه به په پنجاب، خیبر پښتونخوا او سند کې شدت مومي. دغه اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اسلام آباد کې ۷۰ ملي متره باران شوی دی.
د پاکستان ډېرو برخو کې د نورو بارانونو احتمال شته، چې ښايي د لاهور، اسلام اباد، راولپنډۍ او ګوجرانواله په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې د سېلابونو لامل شي.
د ناورین مدیریت یوه تخنیکي کارپوه ډاکټر طیب شاه په وینا، ‘د بارانونو یوه نوې لړۍ د بنګال له خلیجه د پاکستان په لور روانه ده.
د هغه په وینا، د موسمي اورښتونو څو نورې لړۍ به د سپتمبر تر ۱۰ پورې پاکستان ته ورسېږي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې تېرو درې ورځو کې د پاکستان او کشمیر څو سیمو کې د اورښتونو او سېلابونو له ۳۰۰ ډېر کسان مړه او پراخه ویجاړي یې پېښه کړه.
پښتونخوا کې دغو بارانونو تر ټولو ډېر زیان اړولی.