له اړیکو تر پراختیا: د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په کابل کې وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر «وانګ يي» سره کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رئيس حافظ ضياء احمد تکل وايي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پر لارو خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي له چین سره دوه اړخیزې اړیکې د ودې پر لور بللې او دغه هېواد یې د افغانستان مهم سوداګریز شریک یاد کړی او دغه راز تمه يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه به په نږدې راتلونکي کې د پام وړ کچې ته لوړه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4745a
دکمه بازگشت به بالا