له بهرني فشارونو تر ملي خپلواکۍ: لوی درستیز فطرت — د باګرام د بیرته موجودیت وړاندیز په کلکه رد کړ

د افغانستان د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیحالدین فطرت وایي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او له هېڅ بهرني لوري سره تړاو نه لري.
نوموړي نن د هوايي ځواک پوهنتون کې یوې فراغت غونډې ته وینا کې ویلي، چې افغانان به هېڅکله اجازه ورنهکړي چې بهرني هېوادونه پرې واکمني وکړي.
فصیحالدین زیاته کړه، چې د افغانستان خلک د هر هغه هېواد پر وړاندې، چې د دوی خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، تسلیم شوي نهدي او مبارزه به یې دوام ولري.
نوموړي وویل: (( نړیوال قدرتونه باید درک کړي چې هغوی د زور له لارې له افغانستان څخه ووتل، نه د سیاسي معاملې له لارې.
اوس که نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل غواړي، باید د اسلامي چوکاټ پر بنسټ یې وکړي. خو که د زور له لارې د فشار هڅه وکړي، موږ به یې پر وړاندې مبارزه کوو، نه سیاسي معامله.))
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د وسلهوال پوځ لوی درستیز دا څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې کړې دي؛ ټرمپ ویلي چې غواړي د باګرام هوايي اډه کې بیا حضور ته زمینه برابره کړي.