له ستونزو تر همغږۍ: د کډوالو وزیر د پکتیکا د راستنو شویو کډوالو وضعیت وڅېړ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا ولایت له والي ملا عبدالخالق عابد سره کتلي.
ښاغلي عابد په دې کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کډوالو په اړه معلومات ورکړي او له هغوی سره یې د مرستو غوښتنه کړې ده.
ورتهمهال مولوي عبدالکبیر د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې د پکتیکا د راستنو شویو کډوالو د ستونزو حل لپاره به د کډوالو له عالي کمېسیون سره په همغږۍ لاس په کار شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4686a