له نیواک څخه د وېرې تر غږ پورته کولو: هغه لاریونونه چې د اسرائیلو پلان یې چلنج کړ

اسرائیلو کې د غزې د بشپړ نیواک پر ضد لاریونونه شوي

زرګونه لاریون کوونکي د اسرائیلو ګوټ ګوټ کې پر سړکونو راوتلي چې د حکومت د هغه پلان پر ضد مبارزه وکړي چې غواړي غزه کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي.

د جمعې پر ورځ، د اسرائیلو امنیتي کابینې د جګړې د پای ته رسولو لپاره پنځه اصول تصویب کړل چې په کې د غزې په تړانګه کې د “امنیت ولکه ساتل” شامل وو. د اسرائیلو پوځ وویل، دوی به د غزې ښار “ولکې ترلاسه کولو لپاره چمتووالی” ونیسي.

لاریون کوونکي وېره لري چې دا پلان به په غزه کې د۵۰ هغو یرغمل شویو کسانو د کورنیو د غړو ژوند له خطر سره مخ کړي چې ۲۰ یې لا هم ژوندي دي. دوی له حکومته وغوښتل د هغوی خوشې کول خوندی کړي.

اسرائیلیو مشرانو بیا د دوی پر پلان نیوکه رد کړې اولومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: “دا پلان به له موږ سره د یرغمل شویو کسانو په خوشې کولو کې مرسته وکړي”.

د یرغمل شویو کورنیو یوې استازې ډلې پر اېکس ویلي: “د جګړې پراخول به یرغمل شوي او سرتېري له خطر سره مخ کړي او اسرائیلیان نه غواړي دوی له خطر سره مخ کړي!

لینک کوتاه

https://sarie.news/a451s
دکمه بازگشت به بالا