له یاد څخه تر منډې: هانا کاکس د خپل پلار په ویاړ ۴۲۰۰ کیلومتره منډه وهله

یوه ښځه وايي، د “تصادفي پیښو یوه لړۍ” د دې لامل شوه چې هغه د خپل پلار د یاد لپاره د سوېلي اسیا په اوږدو کې ۱۰۰ورځنۍ منډې وهلو ته زړه ښه کړي.

هانا کاکس چې هندي نیکونو یې د بریتانوۍ ختیځ هند کمپنۍ لپاره کار کړی و، وايي له ۲۰۱۴ کال راهیسې لېواله وه چې ۴۲۰۰ کیلومتره وځغلي.

دا ځکه پر دې لاره ځغاستې ته خوشاله ده چې دغه لار یو وخت په هند کې د واکنو بریتانویانو لخوا د مالګې د جنجالي مالیې پلي کولو لپاره کارول کېده. دغې مېرمنې یې په اړه ولوستل او پر همدې لار یې منډو وهلو ته ملا وتړله.

هغې په پیل کې پلان درلود چې پر دغه لار د موټر په وسیله لاړه شي خو کله چې تېر کال ۴۰ کلنه شوه نو پرېکړه یې وکړه چې دا لاره به پرله‌پسې په منډه ووهي. د هغې په وینا، غواړي “کیسه بدله کړي” او د سوداګرۍ د پرمختګ سبب وګرځي.

مېرمن کاکس، چې د مانچسټر په ټېمسایډ کې د کانال په یوه وړه کښتۍ کې ژوند کوي، وايي اوږده سفرونه یې خوښ دي. هغې په ۲۰۱۷ کال کې له بریتانیې تر بوتانه د ځمکې له لارې سفر کړی و.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5852a
دکمه بازگشت به بالا