مجاهد تېر کال ۱۸۱ زره امنیتي ځواکونه او ۱۰۰ زره پولیس مسلکي وروزل شول

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبيح‌الله مجاهد ویلي، چې تېر کال د دفاع وزارت له‌خوا د امنیتي ځواکونو د روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د تېر کال په اوږدو کې د دفاع وزارت د روزنیزو پروګرامونو له لارې د روزل شويو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره او ۸۴ تنو ته رسېدلی، چې د مسلکي وړتیاوو لوړول یې اساسي موخه وه.
د اسلامي امارت ویاند همداراز زیاته کړې، چې په همدې موده کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس د امنیتي، جنايي، سرحدي، لوجیستیکي او نورو اړوندو برخو کې له مسلکي روزنو فارغ شوي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3117e
دکمه بازگشت به بالا