مجاهد: وروستیو طبیعي پېښو ۶۱ کسان مړه کړي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د وروستیو اورښتونو او طبیعي پېښو له امله ۶۱ کسان مړه، ۱۱۶ ټپیان او ۴ نور ورک شوي دي.

د نوموړي په وینا، نږدې دوه نیم زره کورونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه شوې ده.

هغه زیاته کړې، تر زرو زیات څاروي هم تلف شوي او زیانونه د پام وړ دي.

دکمه بازگشت به بالا