مجاهد: په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون بېاساسه دی

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د شتون په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنې رد کړې دي.
رسنیو د ښاغلي مجاهد له قوله راپور ورکړی چې دا مهال په افغانستان کې د داعش خوارجو په ګډون هېڅ ترهګره ډله نشته، او نه د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد کارېږي.
ذبیح الله مجاهد له هېوادونو غوښتي چې خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي.